د ملکي هوایي چلند انیستیتوت ته د لار موندنې د کانکور آزموینه دویم پړاو ترسره شوه

د ملکي هوایي چلند انیستیتوت ته د لار موندنې د کانکور آزموینې دویم پړاو د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا په حضور کې ترسره شوه. د دې کانکور آزموینې تر لومړۍ پړاو وروسته له۲۳۰ تنه ګډونوالو څخه ۸۵ تنه کامیاب شول او د آزموینې په دویم پړاوکې ګډون کړي دي چې له دغې جملې څخه تر ارزونې پروسې وروسته به یې۵۰ تنه د یادې انیستیتوت د ATC اوCNS په رشتوکې را جذب شي.

 

 

 

 

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا د آزموینې پروسې د لېدو پرمهال  کامیابی او لار موندنه یوازې د ګډون والو د وړتیا پورې اړوند وباله او د دغې پروسې پر روڼوالی ټینګار کړ.

پهدې کانکور غونډه کې د دې ادارې د انیستیتوت رییس محمد نسیم صمیم هم حضور درلود.ښاغلی صمیم هم په خپل وینا کې شایستګي او وړتیاکامیابی ته د یوازینی لاره په توګه یاد کړه او پر ځوانانو په خطاب سره یې وویل؛ چې په زده کړه، ژمنه او صداقت سره د هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶د کب ۲۰