د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې د رئیس او معاون سره ناسته ترسره کړه.

۲۵ سلواغه ۱۳۹۹ – کابل
د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې رئیس تورن جنرال عبدالقیوم نظامي او د یاد کمېسیون معاون فرخ لقاء اونچي زاده نن د شنبې ورځ په ماسپښین د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، چې د ملکي هوایي چلند ادارې د الوتنو د سټنډرډ رئیس او کپتان غلام جیلاني وفا او د ترافیکو د خدماتو د تنظیم رئیس غلام معصوم معصومي هم برخه لرله، له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون مشر د ستونزو، ننګونو او د کمېسیون د اهدافو په هکله لازم وضاحتونه وړاندې کړل او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د ملکي هوایي چلند له ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
عبدالقیوم نظامي وویل: د اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون ټولې دولتي ادارې بر رسي کړې او غواړي، چې په خپلواکه توګه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې پلټنې ترسره کړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده ملکي هوایې چلند ادارې ته د عبدالقیوم نظامي او د هغه کارکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ادارې فساد سره د مبارزې کمېسیون په رامنځته کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، د ملکي هوایي چلند اداره چمتو ده، چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د ادارې فساد سره د مبارزې کمېسیون سره همکاري وکړي.
ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده وویل: د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د نظارت او پلټنې میتودونه پیاوړي شوي او د فساد د مخنیوي په موخه، په هوایي ډګر کې موجودې ټولې ادارې د هوایي ډګر عمومي رئیس ته راپور ورکوي.
د ملکي هوایي چلند رئیس وویل، چې د نوي امنیتي سیسټم نصب په هوایي ډګر کې د فساد کچه کم کړې او د سرغړونکو پېژندلو کې دغه سیستم ګټور تمام شوی دی
ډاکتر وفایي زاده زیاته کړه: د هوایي ډګر په بېلابېلو سیمو ۶۵۰ امنیتي کمرې نصب شوي، چې تر ۵ کیلو متره ساحې پورې خلک پېژني.
تر دې دمه دغه کمرو د مسافرینو د ناوړه چلند او بد چلند قضیې پېژندلي او په مرسته یې عاملین عدلیي او قضایي چارواکو ته سپارل شوي دي.
هغه وویل: د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې اصلاحات شاوخوا ۹۰ فیصده راغلي، چې د فساد کچه پکې کمه شوې او دا اداره هڅه کوي، چې د فساد کچه صفر ته راکم کړي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت