د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د فراه ولایت والي سره ولیدل

ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د فراه ولایت له والي ښاغلي محمد شعیب ثابت سره په خپل کارې دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړي.


په دې لیدنه کې د فراه ولایت هوایي ډګر د بیارغونې په اړه بحث او نظرونه تبادله لړل.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس وویل د فراه ولایت د هوایي ډګر بیارغونه او د نویو تاسیساتو جوړول د دغه ادارې د پراختیايي پلان یوه برخه ده.
هغه زیاته کړه: د ملکي هوایي چلند اداره ژمنه ده چې فراه ولایت هوایي ډګر کې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو دغه ولایت کې د ځایی محصولاتو د هیواد څخه بیرون صادرولو لپاره نړیوالي الوتنې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د الغرافه شرکت چارواکو هم ګډون درلود.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۹ د لېندۍ ۱۳۹۸