یو کال کار کول او څومره لاسته راوړنې، د ملکي هوایي چلند ادارې د حساب ورکونې په پرواګرام کې ملت ته څه وویل

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د هېواد یو له خورا مهمو ادارو څخه ده، چې کومه چې د ملي عایداتو د کچې په لوړولو کې مهم او لوی رول لوبوي.
په تېرو څو کلونو کې د ملکي هوایي چلند ادارې فعالیتونه په هېواد کې د هوایي ترانسپورت د خدماتو په ډګر کې د پام وړ بدلون لامل شوي دي.
د ۱۳۹۹ لمریز کال د دې ادارې لپاره یو بوخت کال و، چې د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته د الوتنو د کرنتین له امله یو ننګونکی کال بلل کېږي.
په هر صورت د ملکي هوایي چلند اداره په دې توانېدلې، چې سږ کال په لسګونو پراختیایي(بنسټیزې) پروژې او خدمات په لاره اچولي، چې په بېلابېلو برخو کې لکه د هوایي چلند د امنیت، د الوتنې خوندېتوب، د هوایي ترافیکو تنظیم، د ګراونډ هینډلینګ خدمات( زمیني حمل نقل) د هوا پیژندنې خدمات، د هوایي شرکتونو څارنه، مدیریت، مارکیټ برخه، پراختیا، تجهیزات او د هوایي ډګر د ساتنې مثبتې دندې لري.
د نن ورځې په مراسمو کې ((ملت ته د دولت د حساب ورکونې)) تر عنوان لاندې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر عمومي رئیس جنرال سید عمر صبور او د دې ادارې نورو مسوولینو برخه اخېستې وه، د خبري کنفرانس له لارې د ۱۳۹۹ مالي کال کې د ملکي هوایي چلند ادارې د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه هر اړخېز راپور وړاندې کړ.
سږ کال ۲۶۲۳ محلي یعنې ځایي الوتنې ترسره شوي چې ۳۵۸،۱۲۸ مسافر انتقال شوي او ۸۵۱۴ نړیوالې الوتنې چې پکې ۸۶۴،۲۷۸ د ښارونو ( کابل، مزار شریف، هرات او کندهار) له هوایي ډګرونو تللي او راغلي دي. همدا رنګه د هېواد ۵۰٪ ارزښتي شیان د هوا له لارې ترسره شوي دي.
د دې کال په پیل کې په اوسط ډول په افغانستان کې ۴۲۰ ورځنۍ الوتنې وې، چې د کرنتین په موده کې د کورني او نړیوال ترانزیټ کمېدو له امله چې ۶۰ میلیونه ډالرو د عاید تمه کېده. په مجموع کې دې ادارې سږ کال له ۵ میلیارده افغانۍ چې (۹۱٪) فیصده څخه ډېر عاید کېږي ترلاسه کړي دي.
ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده ملت ته د دولت د حساب ورکونې په خبري کنفرانس کې وویل، چې ۹۱.۳۰٪ بودېجه انکشافي او ۸۶٪ عادي بودېجه سږ کال په مصرف رسېدلي ده.
د بودېجې د لګښتونو سلنه د هغه خراب وضعیت له امله چې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی و یوه مهمه لاسته راوړنه وه.
په ۱۳۹۹ کال کې د دې ادارې مهمې لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:
1. د دوهم دولتي هوایي شرکت باختر افغان بیا ځلې فعالول.
2. د پرمختیایي بودېجې ۹۱.۳۰ مصرف چې د کرونا ویروس لخوا د رامنځته شويو محدودیتونو له امله
3. د قرنطین کېدو نه وروسته افغانستان ته د ۱۰۰ زره مسافرینو را لېږدول.
4. د ۱۳ پروژو قراردادونو د پلي کولو لاسته راوړنې، چې ۵ یې ۱۰۰ فیصده بشپړې شوي او ۷ یې دوام لري.
5. د آریانا او کام آیر هوایي شرکتونو د معیاري نمرو ښکته راتلل: له۳.۷۸. څخه په کال۱۳۹۸ کې ۲.۳. ته په کال۱۳۹۹ کې ۱.۸۸ په کال ۱۳۹۸ ته او ۰.۰۰ په ۱۳۹۹کال کې رسېدلي.
6. د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله د دولت خزانې ته 5،171،757،133 (پنځه ملیارده یو سل او یو اویا ملیونه اووه سوه اووه پنځوس زره 133 افغانۍ) را ټولول.
7. د کام ایر هوایي شرکت د متحده عربي اماراتو له تور لېست څخه لرې کول.
8. د هېواد د نړیوالو هوایي ډګرونو مسوولیتونو د لېږد لپاره اړین اقدامات ترسره کول.
9. په مرکز او ولایتونو کې د ازادې سیالۍ له لارې د ۲۹۰ کارکوونکو استخدام.
10. (د ایکاو) سازمان د غوښتنو سره سم د نړیوالو هوایي ډګرونو معیاري کول.
11. له یوې لسیزې ځنډ وروسته کندوز ولایت ته د الوتنو نورمال کول.
د ملکي هوایي چلند د امنیت څانګې سږ کال ۱۸۷۳۲۰.۶ ګرامه د بهرنیو الوتنو څخه او ۳۴۰.۹ ګرامه سره زر، د کورنیو الوتنو څخه، د نړیوالو الوتنو څخه ۹۹۱۵۰۰ نغدي ډالر او د کورنیو الوتنو څخه ۵۶۹۸۴۵۰۲ نغدي ډالر او ۳۴۶۲۵.۶۴ ګرامه نشه یي توکي د نړیوالو او کورنیو الوتنو په شمېر ۱۵۹۵ د خفیه اسلحې سره نیولي او په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو( حامد کرزي، مولانا جلال الدین محمد بلخي، احمد شاه بابا او خواجه عبدالله انصاري هوایي ډګر ) څخه ۱۴۷۱۴۶ ممنوعه اموال کشف او ضبط کړي دي.
د ملکي هوایي چلند اداره د افغانستان د هوایي حریم د تنظیم کنټرول او د افغانستان د ټولو هوایي ډګرونو د عملیاتي چارو اداره کولو، د هوایي چلند د امنیت څارنه او په افغانستان کې د هوایي خدماتو او هوایی ترانسپورټ چمتو کولو مسوولیت لري.
د ملکي هوایي چلند اداره د هوایی ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کولو ، د هوایي حریم د تنظیم کنټرول، د هوایي ډګرونو تجهیز ساتنه، د هوایی ډګرونو رغونه، څارنه او د بازارموندې مدیریت ، پراختیا او د هېواد دهوایي ډګرونو د معیاري کولو مسوولیت لري.
د ملکي هوایي چلند اداره په ۲۰۱۲ کال کې د جمهوري ریاست د عالي مقام په فرمان تاسیس شوه.په ۲۰۱۵ کال کې یې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت تر نظارت لاندې فعالیت کاوه او له ۲۰۱۵ کال راهېسې د یوې خپلواکې ادارې په توګه فعالیت پیل کړ.
په افغانستان کې ۶۴ لوی هوایي ډګرونه شتون لري چې پکې ۲۴ د ملکي هوایي چلند په اداره کې شامل دي، چې څلور یې نړیوال او پاتې نور یې محلي دي.د ملکي هوایي چلند اداره په اداري او تخنیکي څانګو کې په ولایتونو او مرکز کې ۱۳۷۰ تشکیل لري.
د ملکي هوایي چلند اداره د مالیې او مخابراتو وزارت وروسته په هېواد کې درېیمه خورا ګټوره سرچینه ده.