د هرات نړیوال هوایي ډګر د Feasibility Study د امکان سنجی تړون لاسلیک

د هرات نړیوال هوایي ډګر دFeasibility Study «د امکان سنجی» تړون د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي او د ګټونکې شرکت استازې له خوا لاسلیک شوه. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د یاد تړون د لاسلیک پرمهال ټینګار کړی چې دغه پروژه د تخنیکي او کیفي له پلوه د قرارداد د مندرجو شرایطو په مطابق پلي شي.

 

 

 

 

هغه زیاته کړه چې د دغې پروژې ترعملي کېدو وروسته د هرات نړیوال هوایي ډګرد پرمختیا چارې د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان «ایکاو»د استندردو په مطابق ترلاس لاندې نېول کېږي.

نوموړې قرارداد په مجموعي توګه ۷۴۶ زره یورو په لګښت د ایتالیا هېواد د اوږد مهاله قرضه د پرمختیایي بودجې له لورې ورکول کېږي.د یاد پروژې موده تر تدارکاتي طی مراحل وروسته څلور میاشتې وخت په پام کې نېول شوې ده.

د عامه اړیکو او اطلاعاتوآمریت

۱۳۹۷ د غویې ۲۵