کندز ولایت ته ملکي او سوداګریزې الوتنې بیا پیل شوې.

کندز ولایت د ملکي الوتنو بيا پیل کېدل د یاد ولایت خلکو لپاره هېله بښوونکی خبر دی چې ښه زېری به ولري.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده، چې د تخنیکي پلاوي مشري یې کوله  د سې شنبې په سهار د کام ایر په سوداګریزه الوتکه کې کندز ولایت ته لاړ.

د دې سفر موخه کندز ولایت ته د سوداګریزو الوتنو بیا پیل و، چې د ۱۰ کلونو وروسته ورته لومړنی پرواز وشو؛ ځکه چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په ښه کېدو دی.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده او ورسره مل تخنیکي پلاوی د کندز د ولایتي چارواکو او خلکو د تود هرکلي سره مخ شو.

د ملکي هوایي چلند ادارې د پلاوي د سفر اصلي موخه د دغه هوایي ډګر د تاسیساتو کتل او د هوایي ترانسپورتي اسانتیاو برابرول دي، چې په اړه به یې لازم اقدامات وشي.

د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په کندز  کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې د دغه ولایت ته د ملکي الوتنو د بیا پیل لپاره جوړه شوې چې د دغه ولایت والي عبدالستار میرزکوالپه شمول په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازو ډاکتر محمدالله بتاش، ښاغلي همدرد او ښاغلي کریم ایماق ملکي او نظامي چارواکي یې هم برخوال و.

د کندز والي عبدالستار میرزکوال د ملکي هوایي چلند ادارې د پلاوي نه د مننې ترڅنګ دغه ولایت ته د ملکي هوایي چلند ادارې د پلاوي د سفر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت یو له مهو پلانونو او اهدافو څخه یو هدف دادی، چې د  دغه ولایت امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره سم د کام ایر هوایي شرکت یاد ولایت ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس وویل، چې د کندز هوایي ډګر د پراختیا ترڅنګ به د حاجیانو د لېږد اسانتیا او د شمال ختیځ زون د خلکو ستونزو د حل لپاره به له دې ولایت څخه نړیوالو الوتنو ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو بازارونو سره د وصلېدو زمینه هم برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې کندز د افغانستان یو له مهمو تولیدي او سوداګریزو ولایتونو څخه دی، چې محصولات به یې د هوا له لارې چین، هند او د اروپا بازارونو ته انتقال شي.

ښاغلي وفایي زاده د کندز د هوایي ډګر د معیاري کولو لپاره د کندز له ولایتي چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو یاد هوایي ډګر په معیار برابر شي.

باید وویل شي، د دې سفر په جریان کې د عملیاتي ادارې عمومي رئیس تورن احمد جاوید شهریار، د الوتنو د معیاري کولو عمومي رئیس تورن غلام جیلاني وفا، د هوایي ډګرونو عمومي رئیس بشیر احمد روفي، د ملکي هوایي چلند ادارې سلاکار احمدالله فیضي، حقوقي سلاکار سید طاهر هاشمي او د پروژو مدیر محمد علي مظفري هم ملګري وو.

د دې سفر په جریان کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده د کندز د هوایي ډګر له بېلابېلو برخو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او د ستونزو له کتنو وروسته یې اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د کندز هوایي ډګر د ستونزو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د کندز ولایت هوایي ډګر د جغرافي موقیعت د اټکل له مخې په لوړه او پراخه سیمه کې موقیعت لري، چې د دې هوایي ډګر ځغاست لیکه 2500 متره اوږدوالی او شاوخوا ۴۵ متره پراخ دی، چې په هر وخت کې ملکي او نظامي الوتکې کولای شي، له دې میدانه الوتنه وکړي او یا هم  پکې ښکته شي.

د عامه اړیکو او ارتباطاتو امریت