د تشکيل، خالي بستونو او ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

۲۷ کب ۱۳۹۹
نن چهارشنبه د ملکي هوایي چلند ادارې په تشکيل، ستونزو او خالي بستونو اړوند ناسته د عملیاتي معين امانزیب انصاري په مشرۍ او ددې ادارې د رئیسانو او امرینو په شتون کې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معين د اجنډا سره سم د تشکيل، خالي بستونو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دې ادارې له کارمندانو یې مننه وکړه، چې ډېر زحمت باسي او تاکيد یې وکړ، چې هرڅومره ژر کېږي د یادو بستونو کاري لایحه جوړه، خالي بستونو ډک او نیمګړتیاوې لرې کړي.
په دې ناسته کې د ادارې رئیسانو او آمرینو د اجنډا مطابق خپل نظرونه د عملیاتي معین سره شریک کړل او پرېکړه وشوه، چې اړوند ریاستونه به د بشري سرچينو ریاست سره مرسته کوي، په مرکز او ولایاتو کې به خالي بستونه اعلان ته سپاري او په شرایطو برابر کسان به په یادو بستونو کې په دندو ګوماري.
امانزیب انصاري تاکيد وکړ، چې د ملکي هوایي چلند ادارې د انسټېټیوټ فارغین په اولیت کې قرار لري، د خالي بستونو شرایطو او معیارونو ته په کتو باید د ملکي هوایي چلند انسټېټیوټ فارغین په دې بستونو کې استخدام شي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمريت