د ملکي هوایي چلند ادارې د درې نړیوالو هوایي ډګرونو مسوولینو او (GAAC) قراردادي شرکت د همغږۍ ناسته ترسره کړه

۱۲ کب ۱۳۹۹
دغه ناسته د ملکي هوایي چلند ادارې د عملیاتي معین امانزیب انصاري په مشرۍ نن ورځ د (GAAC) قرادادي شرکت سره ترسره شوه، چې د درې نړیوالو هوایي ډګرونو حامد کرزي احمد شاه بابا او د خواجه عبدالله انصاري د هوایي ډګر رئیسانو هم پکې برخه لرله.
د (GAAC) قرادادي شرکت اوسمهال په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د امنیت په برخه کې د خدماتو مسوولیت، د عملیاتي برخې مدیریت، د ځمکني ترانسپورت په برخه کې د خدمتونو او د یادو هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ سیستم مسوولیت پر غاړه لري.
په دې ناسته کې دواړه لورو د ملکي هوایي چلند ادارې او د (GAAC) قراردادي شرکت ترمنځ د خدماتو په چمتو کولو، د لګښتونو د راپور ورکولو پر روڼتیا او منظم کولو هم خبرې اترې وشوې. همدا رنګه دغه ناسته کې په هوایي ډګرونو کې د ټولو لګښتونو د بیا کتنې لپاره د یوې کړنلارې د رامنځته کولو لپاره د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه هم وشوه.
د یادونې وړ ده، چې د دغه شرکت د فعالیت له پیل راهیسې ، د ګراونډ هینډلینګ خدماتو اداره کول او د ملکي هوایي چلند امنیت چمتو کولو وضعیت ښه شوی او دا دفتر د کرونایي وضعیت سربیره، چې الوتنې کمې شوي بیا هم په دې توانېدلی، چې په وروستيو درې میاشتو کې د ګراونډ هینډلینګ اداره کولو خدماتو کې ۳۰۵ ملیون ډالر لاسته راوړي .
داسې تمه کېږي، چې د ګراونډ هینډلینګ خدماتو د برابرولو له کبله به عاید په کال کې 16 میلیونه ډالرو ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ګراونډ هینډلینګ خدماتو برابرولو شرکت (اریانا – ناس) په دې نه و توانېدلی، چې د خپل قرارداد په ټاکلې موده کې دومره اندازه عاید راټول او راپور یې ورکړي.
د GAAC شرکت په کار پیلولو سربېره، د هیواد په نړیوالو هوایي ډګرونو کې د ګراونډ هینډلینګ خدماتو چمتو کولو کې ځنډونه نږدې 99 سلنې ته راکم شوي، چې د خدماتو د خوندیتوب په موخه یې ملي او نړیوالو هوایي شرکتونو لپاره 500 ملیون ډالر تضمين کړي.
همدارنګه د سافټویر زېربناوو او سیسټم رامینځته کولو په اصولو کې، ګراونډ هینډلینګ خدمتونه د پرمختللي CUPPS او BRS سیسټم او آنلاین ډیټا پروسس کولو باندې مجهز شوي، چې د مسافرینو بار او سامان کې اسانتیاوې برابروي او د افغانستان د دولت ملکیت دي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت