په پاکستان کې د الوتکې د لوېدو په تړاو د هېواد د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

له بده مرغه د پاکستان په کراچۍ ښار کې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې یو شمیر مسافر او د دوست هېواد پاکستان اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د ټولو هغو کسانو په استازیتوب چې د افغانستان د هوایي چلند په سکتور کې دخیل دي، د دوست هېواد پاکستان د حکومت او خلکو سره خپله غمرازي څرګندوي.

د ملکي هوایي چلند مشرتابه د نړيوالې ملکي هوایي چلند کورنۍ په ځانګړي توګه د پاکستان خلکو سره خپله غمرازي څرګندوي او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا غوښتنه کوي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د نړیوالې ملکي هوایي چلند ادارې شریک او همکار په توګه ځان د دوست هېواد پاکستان د ملکي هوایي چلند د کورنۍ په غم او کړاو کې ځان شریک بولي او هیله لري چې هیڅ مسافر په راتلونکي کې د هوایي پیښو قرباني نشي.

په درنښت
ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس
۲۲ مې ۲۰۲۰