د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د حج او اوقافو وزارت چارواکو، د هوایي شرکتونو چارواکو، مالیه وزارت استازې، او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د سرحدې قومندانې رئیس ارکان سره خبرې اترې وکړي.
په دې لېدنه کې د حج د مراسمو په ترسره کولو کې د اړوندو ادارو د ښه همکاري او همغږۍ په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
سږکال د حاجیانو لیږد د دوو هوایي شرکتونو آریانا او کام ایر ترمنځ په مساوي ډول تقسیم شوي.
د اریانا افغان هوایې شرکت به د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه او د کام ایر هوایي شرکت به د هرات، مزار شریف، او کندهار نړیوالو هوایي ډګرونو څخه مسافرین لېږدوي.


د کام ایر هوایي شرکت د پروازونو اجازه لیک د سعودي عربستان څخه ترلاسه کړي. او د ملکي هوايي چلند ادارې سره همغږۍ لري، مګر له بده مرغه د اریانا هوایي شرکت لاهم د حاجیانو د لیږد لپاره د سعودي عربستان څخه د پروازنو اجازه لیک نه دی ترلاسه کړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ټینګار وکړ چې د حاجیانو د لیږد پروسه باید د اړونده ادارو په همغږۍ سره په غوره توګه ترسره شي. او اریانا افغان هوایي شرکت څخه یې وغوښت چې ژر تر ژره دې د پروازونو اجازه لیک ترلاسه او په بشپړ ډول چمتوالې دې ونیسي.
د آریانا افغان هوایي شرکت ژمنه وکړه چې خپلي چارتر الوتکې مشخص کړي او بشپړ تیاری به ونیسئ.
همداراز د یادولو ده چې د هیواد د هوایې ډګرنو امنیتي سرحدي ادارو هم په دې لاره کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۵ دسرطان ۱۳۹۸