د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ د حج آپریشن ملي پروسي د چمتوالي او پلې کولو لپاره مشورتي ناسته جوړه شوه.
په دې ناسته کې د حج او اوقاف وزارت د حج زیارت کولو رئیس ښاغلی قاضي مختار، د حج او اوقف وزارت د تدقیق او اسلامی مطالعاتو رئیس ښاغلی رباطی، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر رئیس ښاغلی تیمور شاه حمیدي، د کابل امنیه قوماندانې معاون، د کابل د ملي امنیت معاون، د کابل ګارنیزیون د اوپراسونونو عمومي مدیر، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د سرحدی پولیسو قومندانې رئیس ارکان، او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ملي امنیت عمومي مدیر،
د ملکي هوایي چلند ادارې د هوایي ډګرونو، د هوایي ټرافیکو د تنظیم، د پروازونو د خوندیتوب، رئیسانو، او د هوا له لارې د لېږد رالېږد او خدمتې شرکتونو استازو ګډون درلود.


په دې ناسته کې په ترسره شویو کارونو بخث او خبرې آترې وشوي او د راتلونکې لپاره اړین تسمیمونه ونیول شول.
د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس په یو شمیر مهمو مسلو باندې ټینګار وکړ چې د حج پروسې د بریالیتوب لامل کیداشې (د ټولو دولتي ادارو، امنیتي ادارو او اړوندو شرکتونو ترمنځ همغږۍ) وښوده.
او د دې ملي پروسې د پلي کولو لپاره ېي ټولو اړوند سازمانونو او شرکتونو ته لازمې لارښوونې وکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۹ د سرطان ۱۳۹۸