د افغان حاجیانو له وروستۍ کاروان څخه د جمهور رییس، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه پلاوې او د حج او اوقافو وزارت له خوا هرکلی

په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګرکې، د افغان حاجیانو د وروستی پرواز د راتګ څخه، د جلالتمآب جمهور رییس په حضور سره، د یو غونډه په ترڅ کې هرکلی شوه. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني او د دولت د مشرتابه یو شمېرغړو په دې غونډه کې حضور درلودل.
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د مشرتابه په راس کې محمود شاه حبیبي، د حاجیانو د انتقال پروسه په اړوند چې، په موفقانه توګه پای ته رسېدلي دي مبارکي وایي او د هېواد په څلورو نړویوالو هوایي ډګرونو کې د کارکوونکو، د حج او اوقافو وزارت مسؤلین او د آریانا افغان هوایي شرکت مسؤلینو څخه چې، په دې برخه کې زیار ایستلي دي مننه کوي.
بې له شکه د افغانانو په مدیریت سره، مکه معظمې ته د لسګونو زرو حاجیانو د لېږد پروسه، د هوایي چلند په برخه کې ښه تجربه ګڼل کېږي.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د تله ۱۴