د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګرکې د پرمختیایي پروژو په اړوند د تیتراتیک کمپنۍ د مسؤولینو سره ناسته

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګرکې د پراختیایي پروژو په هکله د هماهنګی په موخه ناسته د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د عمومي ریاست په دفترکې جوړه شوه. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د دې ادارې د پلان او پروژو رییس انجینیر نصرت تاج او د دې ریاست د انجینیرۍ په برخه کې یو شمېر غړو، د تیتراتیک کمپنی د پلاوې مشر ډاکټر جان، او د دې کمپني ځینې کارکوونکو جکولین، جیس کا او میرویس امر خیل په دې ناسته کې حضور درلودل.

په دې ناسته کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګرکې د پرمختیایي برنامو امکان سنجی او د تخنیکي مطالعاتو په هکله خبري وشوې، چې په دې پروژه کې د مسافرینو لپاره نوي ترمینل جوړول، پنځه ستورې هوټل، د طیاراتو لپاره د بیارغونه«ترمیم» ورکشاپ، د وسایطو پارکینګ، د صادراتو لپاره د پروسیس زون او د الوتکو لپاره د تیل د ویشلو مرکز شامل دي.

چې د خصوصي- عامې مشارکت د برنامې له لارې داو طلبي ته سپارل کېږي او وروسته به عملي شي.

مخکې تردې هم د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې او اړوندو بنسټونو ترمنځ د پروژو په پلې کولو کې د هماهنګۍ په موخه ځینې ناستې جوړه شوې وو.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د کب ۱۴