د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر د ستونزو مدیریت او سمون په موخه ناسته ترسره شوه

دا ناسته د ملکي هوایي چلند د ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده، په مشرۍ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر سرپرست رئیس عبدالرحمن عزیزي، د سرحدي پولیسو قومندان محمد عثمان جانباز، ګمرک امر، د هوایي ډګر د ملي امنیت امر، د هوایي شرکتونو او خدماتې چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس په یاد هوایي ډګر کې د مختلفو څانګو ترمنځ په همغږي باندې ټینګار وکړ، وویل چې مسافرینو لپاره اړینې اسانتیاوې او معیاري خدمات چمتو کول په هوایي ډګر کې د ټولو ښکیلو ادارو مسؤلیت او دنده ده چې باید په منظم ډول تنظیم شي.


هغه د کابل هوایي ډګر د سرټیفیکشن پروسې ته په اشارې سره وویل چې په هوایي ډګر کې باید ټول امنیتی تدابیر وڅیړل شی او قاطع اقدامات باید د مخدره توکو او منع شوی توکو قاچاق مخنیوی لپاره ترسره شی.
هغه وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالی مقام د لارښوونې مطابق باید د هوایي ډګر ټول کارکونکې بیا د شفافیت یا پیکاس په پروسه کې برخه واخلي او د کارکونکو روغتیا او عدم اعتیاد ډاډ ترلاسه شي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د ملکي او نظامي سکتورونو کار او فعالیتونه او د مسافرینو او پیرودونکو سره د دوی چلند په دوامداره توګه څارلو لپاره لازم اقدامات باید وشي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د یاد شوې هوایي ډګر د ودې او اړتیاوو ته په اشارې سره، په نږدې راتلونکي کې د کابل په هوایي ډګر کې د یو شمیر لویو پروژو پیل کولو خبر ورکړ او د دې پروژو په پلي کولو کې د ټولو اړوندو بنسټونو د همغږي غوښتنه وکړه.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۳ کب ۱۳۹۸