د اوبو او انرژۍ وزارت څخه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ته د هوا پېژندنې په برخه کې د استیشنونه د انتقال په هکله ناسته

 دغېناسته د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د اوبو او انرژۍ وزارت معین او  دواړې ادارې د یو شمېر رییسانو په ګډون جوړه شوه.د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ته د استیشنونه د انتقال په هکله خبرې وشوې.

 

 

 

 

 

 

په دې ناسته کې د اړوندو برخو رییسانو ته لارښوونه وشوه چې د نړیوا ل بانک په همکارۍ سره د هواپېژندنې استیشنونه انتقال ترلاس لاندې ونېول شي. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د هوا پېژندنې ریاست په هېواد کې د هوا پېژندنې خدماتو پرغاړه لري او په دې برخه کې په دې وروستیو کې ډېرۍ پرمختګ ترلاسه کړی.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د مرغومې ۲۶