د هرات نړیوال هوایي ډګر د خواجه عبدالله انصاري نوم ته واوښت

۲ سلواغه ۱۳۹۹
د افغانستان د اسلامي جهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته ورسېد، ترڅو د هرات ولایت عمومي وضعیت وڅېړي او د یاد ولایت له چارواکو او بېلابېلو خلکو سره وګوري.
جمهور رئیس غني د هرات نړیوال هوایي ډګر ته د سفر په جریان د لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو دولتي چارواکو سره په هرات نړیوال هوایي ډګر کې د خواجه عبدالله انصاري د نړیوال هوایي ډګر په نوم له تختې پرده لرې کړه او رسما یې د خواجه عبدالله انصاري په نوم ونوموو.
د هوایي ډګر له نومولو وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، دا د ویاړ او افتخار ځای دی، چې نن ورځ د هرات نړیوال هوایي په رسمي ډول د خواجه عبدالله انصاري د نړیوال هوایي ډګر په نوم ونومول شو او زه ټولو افغانانو او اسلامي نړۍ ته د دې ښه ګام مبارکي وایم.