د خوست ولایت هوایي ډګر د اور وژنې تعمیر، هوا پیژندنې تعمیر، امنیتي ټاورنه، او حلقوي سرک پروژه چې د ۷۳ ملیون افغانیو په ارزښت د ملکي هوایي چلند ادارې د بودیجې څخه د سمبروس انټرنیشنل شرکت لخوا د یو کال په موده کې بشپړه شوی، د خوست ولایت والی ښاغلی حلیم فدایې، ټرانسپورت وزیر ښاغلی انجینر یما یارې، د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلی مجیب الرحمن کریمي، د ټرانسپورټ په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلی فرید احمد مومند، لخوا د خوست ولایت ملکي او نظامی چارواکو، او مشرانو په حضور کې پرانسته او ګتي اخیستنې ته وسپارل شوه.


همداراز د دې هوايي ډګر د نوي ټرمینل او نورو تاسیساتو د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د ۹۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ملکي هوایي چلند ادارې د بودیجې څخه ورکول کیږي چې د هریرود ساختمانې شرکت او سیپټي کمپنۍ لخوا جوړیږي.
ډاکټر وفایي زاده خوست ولایت مشرانو ته په خبرو کې وویل چې دغه ټرمینل په هیواد کې ترټولو لوی ټرمینل دی، چې ټوله بودیجه یې د دولت لخوا تمویل کیږي او په کال کې د ۶۰۰ زرو څخه زیاتو مسافرینو پروسس کولو ظرفیت به ولري.
وفايي زاده زیاته کړه د دې پروژې بشپړول به د خوست ولايت او ګاونډيو ولايتونو څخه د سيمې هېوادونو ته د نړيوالو الوتنو او توليداتو صادرولو ته لار هواره کړي.
ډاکټر وفایي زاده د زیربنایي پروژو بشپړول د حکومت د اهدافو سره سم او د ولسمشر اقتصادي پلانونه چې سیمه ییز ارتباط پیاوړی کړي او افغانستان سیمه ییز بازارونو سره ونښلوي، خورا مهم وباله او وايي ویل چې د دې پلانونو او لویو زیربنایی پروژو پلي کولو په پایله کې افغانستان د پاکستان د پولو په تړاو پورې خلاصۍ موندلې.
د یادولو ده چې د حکومت د دې لوړ رتبه چارواکو د سفر په ترڅ کې عامه پروژې، لکه سرکونه، او پلونه افتتاح او ګتي اخیستنې ته وسپارل شول.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۶/۵/۱۳۹۸