یکشنبه د لیندۍ ۲۳ مه د هرات نړیوال هوایي ډګر اضطراري عملیاتو مرکز پرانېستل شو.

دا مرکز د سوق محل او اضطراري حالاتو د اداره کولو ترڅنګ په اړیکو او تجهیزاتو مجهز شوی.
دغه واحد نن د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا چې د هوایي ډګرونو عمومي رئیس بشیر احمد روفي د هرات د نړیوال هوایي ډګر رئیس احمد شهیر صالحي د سرحدي پولیسو قومندان محمد ناصر نیکنام د نظامي او ملکي کارکوونکو په شتون کې پرانېستل شو.