د هرات په نړیوال هوایي ډګرکې د پراختیا په اړه بحث او خبري اترې

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د ایتالیا د انکشاف اقتصادي د سازمان مسؤلینو سره د هرات په نړیوال هوایي ډګرکې د توسعه په اړه خبري کړی. ښاغلې حبیبي په دې کتنه کې د هوایي میادینو د اهمیت په اړه همداراز د هراتد نړیوال هوایي ډګر په اړه یې خبرې کړ او دغه موضوع د دې ادارې د کاري لومړیتوب په توګه یاد کړه. د کتنه په ترڅ کې د ایتالیا د انکشاف اقتصادي سازمان مسؤلینو، د دفتر د ریاست سرپرست مراد شهید، د پلان او پروژو رییس انجینر نصرت تاج او د دې ادارې یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلودل.


د هرات په نړیوال هوایي ډګرکې نوي رنوې او نوي ترمینل جوړول او د اپرون توسعه او پراختیا له هغو موضوعاتو څخه وو چې په دې کتنه کې ورباندې بحث او خبري وشوې. ایتالیا هېواد د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې سره د هرات په نړیوال هوایي ډګرکې د پراختیا په برخه کې د مالي همکاریو په هکله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د کب ۱۲