د هرات نړیوال هوایي ډګر د پراختیا پروژې د پلې کولو لپاره د همغږۍ ناسته د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ ترسره شوه.

 

دا ناسته چې په افغانستان کې د ایټالیا همکاریو سازمان رئیس ډاکټر ماورو جیروتی، او د ملکي هوایي چلند د ادارې چارواکو په ګډون جوړه شوه، د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د هرات نړیوال هوایي ډګر معیاري کیدل او پراختیا پروژې پلي کول بیړنۍ موضوع ده.


او وویل چې ددې هوایي ډګر رمپ په ښه حالت کې نه دی او د ترمینل ظرفیت یې هم د ټرافیکو حجم ته ځواب ویونکی نه دی.
هغه زیاته کړه چې سربیره پردې د هوایي ډګرونو د سرټیفیکیشن کولو پروسه د ملکي هوایي چلند ادارې په برنامه کې ده، کوم چې له دی پروژې پرته ناممکن ده.
د ایټالیا د همکارۍ سازمان رئیس د هرات نړیوال هوایي ډګر اوسنی وضعیت او د پروژې پلي کیدو اړتیا ومنله، او وویل یې چې د ایټالیا د اوږدې مودې پور تړون شرایطو تعدیل سره به د هرات هوایي ډګر تاسیساتو ډیزاین بشپړ او د پروژې وروستې مرحلې به پلې شي.
د یادونې وړ ده چې د ۳۸ میلیون یورو په ارزښت د ایټالیا د اوږدمهاله پور لخوا د هرات نړیوال هوایي ډګر د پراختیا پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۱ سلواغه