د بشري سرچینو کاري ډلې د اداري فساد مخنیوي کمیټي او د ا.ا.ج اجراییه ریاست د پراختیا سیستم په اړه نهمه ناسته ترسره شوه

د اداري فساد مخنیوي کمیټي او د ا.ا.ج اجرییه ریاست د پراختیا سیستم په اړه د بشري سرچینو کاري ډلې نهمه ناسته تیره ورځ ۲ بجې (۱۶ د مرغومی ۱۳۹۸) د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي مرستیال کپټان احمد جاوید شهریار په مشرۍ او د ملکي هوایي چلند ادارې یو شمیر باصلاحیته نماینده ګان، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کلیو پراختیا وزارت، عدلیې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د ښوونې او روزنې وزارت، اتاق تجارت او صنایع، د اداري فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمیټه، د ادارې اصلاحاتو کمیسیون، د جمهوري ریاست د ادارې فساد پروړاندې ځانګړي سکرتریت، د ادارې فساد مخنیوي کمیټي سکرتریت، او د اجراییه ریاست د پراختیا سیستم مسئولینو په ګډون د ملکي هوایي چلند په اداره کې ترسره شوه.
پدې غونډه کې د مجلس غړو د تیرو غونډو تصویبونو پریکړو او پلي کیدو ته عمومي کتنه وکړه.


ورپسي د ملکي هوایي چلند ادارې د پراختیا آمر الحاج عبدالباقي اثیر د بشري سرچینو د (میک) کمیټي د سفارشاتو دریځ په اړه د ملکي هوایي چلند ادارې د بشرې سرچینو په بخش کې راپور وړاندې کړ چې وروسته بیا د کاري ډلې غړو ته په دې برخه کې د دوی د نظرونو او وړاندیزونو لپاره وړاندې شو.
چې په دې برخه کې بحث او نظرونه تبادله او پرې لاندې پریکړې وشوې.
په کابل پوهنتون کې د ملکي هوایي چلند رشتئ رامینځته کول
د ملکي هوایي چلند انستیتوت ته وده ورکول
په مسلکي او تخصصي څانګو کې د لنډ کورسونو زیاتوالي
د ډونرانو هڅول په ادارو کې د مسلکي زده کړو برنامو ترسره کولو لپاره
په پای کې د ملکې هوایي چلند ادارې عملیاتي مرستیال کپټان احمد جاوید شهریار د اداري فساد مخنیوي د کاري ډلې د غړو د کار ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له کمیټې او د دې کاري ګروپونو سره به همکاری وکړي.
معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۷ د مرغومی ۱۳۹۸