د ملکي هوایي چلند اداري عمومي رئیس په کابل کې د اروپایي ټولني سفیر ښاغلی پیری مایودان سره ولیدل

دا لیدنه چې په کابل کې د اروپایي ټولني په دفتر کې ترسره شوه د افغان هوایي شرکتونو د اروپایی هیوادونو د تور لیست څخه د ویستلو او اروپا ته د افغان هوایی شرکتونو د بیا ځلی الوتنو په اړه ترتیب شوی وه.

د ملکي هوایي چلند اداري عمومی رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایی زاده د اروپایي ټولني سفیر سره د هوانوردۍ د بین المللی سازمان (ICAO) د ارزیابۍ جزئیات چی د 2018 میلادی کال د نومبر په میاشت کی د افغانستان د ملکي هوایي چلند د اداري څخه ترسره شوی وه شریک کړل او ډاډ یي ورکړ چې یادی اداره کې ستر اصلاحات راغلي او ورسره افغان هوایي شرکتونه اوس کولای شي په معیاري ډول اروپایي هیوادونو ته الوتني پیل کړي.

همدا راز د ملکي هوایي چلند اداري عمومی رئیس د اروپایي ټولني د ښاغلی سفیر پیری مایودان څخه غوښتنه وکړه چی اروپایی ټولنه هم یو مشترک هیات د افغانستان د ملکي هوایي چلند د اداري د ارزیابۍ په پار افغانستان ته راولیږی تر څو د دغی اداری او هوایی شرکتونو د فعلی وضیعت او پلان شوی اصلاحاتو څخه له نژدی اطمینان حاصل کړی.

د ملکي هوایي چلند اداري عمومی رئیس په ټینګار سره یادونه وکړه چې د افغانستان ملکي هوایي چلند اداره د نړیوالي هوایي چلند اداري (ICAO) د نړیوالو معیارنو په پلي کولو کې ژمنه ده او په دي اړه یی ګوټلی عملي ګامونه اخیستي او لا هم نور رغنده اصلاحات د کار لاندی دی.

د اروپایي ټولني سفیر د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداري هڅي وستایلې او اضافه یی کړه چې په دي برخه کې هر راز همکارۍ ته ژمن دی.

همدا راز د اروپایی ټولنی سفیر زیاته کړه چي د روان 2019 کال د May په میاشت کی په کابل کې د اروپایی هیوادونو او افغانستان د همکارۍ مشترک کنفرانس دایریږی چی د افغان هوایی شرکتونو د تور لیست څخه وتل به د اجنډا په سر کی قرار ولری تر څو موضوع په جیدی توګه تعقیب او وڅیړل شی.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
۱ د ثور ۱۳۹۸