د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر او د ملکي هوايي چلند د ادارې عمومی رئیس د سعودي عربستان د ټرانسپورټ له وزیر سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر انجینر یما یاري او د ملکي هوايي چلند ادارې عمومی رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي‌زاده ریاض ته د هوايي چلند نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه په رسمی سفر تللی وه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت دې دوو لوړ پوړو چارواکو یاد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د سعودي عربستان د ټرانسپورټ له وزیر ډاکتر نبیل بن محمد العمودي سره وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې سره خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ چارو وزیر انجینر یما یاري له افغانستان سره د سعودي عربستان د هر اړخیزو مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د هوايي چلند خدماتو پر ښه کېدو، د حج او عمرې لپاره د افغان حجاجو په ښه ډول لېږد رالېږد، د افغانستان د صادراتو لپاره د هوايي دهلیزونو د پراختیا او همدا ډول د هوايي چلند په برخه کې د خوندیتوب پروګرامونو پر لاره اچولو باندې بحث وکړ.

د ویلو ده چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند (ICAO) استازي کپټان عادل رسولي، په سعودي عربستان کې د افغانستان سرپرست سفیر سید نبي نبیل او د افغانستان سفارت د تشریفاتو مسوول سید عبداللطیف هروي هم ګډون درلود.