د افغانستان او هند ترمنځ د ترسره شوې هوکړې له مخې به دواړه هېوادونه له سره خپل پروازونه په محدود ډول پيل کړي.

سره ددې چې په هند کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر زیات دی؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې له مخې به د محدودیتونو په پام کې نیولو سره بېرته خپل پروازونه پيل کړي. ددې تړون له مخې د هر هېواد څخه یو هوایي شرکت کولای شي په اوونۍ کې يوځل د دواړو هېوادونو هغه مسافر، چې د اعتبار تر مودې ویزې ولري، انتقال کړي.
د اریانا افغان هوایي شرکت، چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا ملي شرکت معرفي شوی، ډېر ژر به د رامنځ ته شوې برنامې له مخې د هند او کابل ترمنځ خپلې الوتنې پیل کړي.
که چېرته هندي چارواکي موافقه وکړي؛ نو دوهم شرکت به هم د ازادې سیالۍ له لارې معرفي شي او په پروازونو کې به زیاتوالی هم راشي.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د دې موافقې د نهایي کولو لپاره په ډهلي کې د افغانستان سفارت او بهرنیو چارو وزارت له هڅو مننه کوي، چې په دې برخه کې یې همکاري کړېده.
د رامنځته شوي نوښت او الوتنو د پیل ترڅنک به هېوادوال وکولای شي، چې د خپلو روغتيايي، سوداګريزو او نورو عاجلو او رسمي اړتياو د ترسره کولو په موخه، خپل سفرونه وکړي او ستونزې يې حل شي.

د عامه اړیکو او ارتباطاتو آمریت
19 وژی 1399