د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱می کلیزې د رارسیدو په مناسبت د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د مبارکۍ پیغام

د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست ښاغلي مرستیالان او د افغانستان درنو هیوادوالو!

د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه او کارکونکې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱می کلیزي د رارسیدو په مناسبت ټولو ګرانو هیوادوالو ته مبارکي وایی.

د زمري ۲۸ مه د افغانستان د لرغوني او له ویاړه ډک تاریخ مهمه ورځ ده، چی د افغانستان په تاریخ کی د بلی هری ورځی په نسبت خلکو ته د احترام او درناوی وړ ده، د دې ورځی له یادیدو سره سم افغانانو ته د شاه غازي امان الله خان نوم او خاطری هم وریادیږی چې د دې ویاړلي ورځی قهرمان دی او د هغه تر قیادت لاندی افغانانو خپله خپلواکي ترلاسه کړه چې د ټولو افغانانو په زړونو کی خاص او د قدر وړ ځای لری.

هیله مو دا ده چې د عزتمندو هیوادوالو د اتلوالیو او قربانیو په برکت په ټول هیواد کې سراسرې سوله، دایمي امنیت او سوکالې راشي.

تل دی وی افغانستان
زنده باد افغانستان

ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده
د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس