د افغانستان او عراق تر منځ د هوایي خدماتو په برخه کې د هوکړې لاسلیک

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د هوایي خدماتو په برخه کې، د عراق هېواد د ترانسپورت وزیر کاظم فنجان الحمامي سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان له لورې پلاوې د یوې رسمي سفر په ترڅ کې، د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمد اندیشه تر مشری لاندی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معینه مژګان مصطفوي او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په شمول، د هغه هيواد د ترانسپورت وزیر سره، د هوايي خدماتو په برخه کې د همکاریو هوکړه لاسلیک وکړې.
د هوایي خدماتو په برخه کې، د ګډو همکاریو پیل کېدل د دواړو هېوادونو تر منځ، د دغې هوکړې د لاسلیک موخه ویل شوې ده.
ډاکټر وفایي زاده د دې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل؛ چې افغانستان د خپلې ملي ګټې په پام کې نېولو سره، د دوه اړخيزو همکاریو په چوکاټ کې، د هوایي چلند په برخه کې په همکاریو لېوال او چمتو دی. د دې هوکړې د لاسلیک په لړ کې دواړو لورو، د افغان زایرینو په اړوند چې د عراق د مقدسو اماکینو زیارت ته ورځي خبري وکړې. ټاکل شوې ده چې د دواړو لورو له خوا ټیمونه، دغه موضوع باندې دي کار وکړي. د سیمې او د نړۍ هېوادونو سره د همکاریو دهوکړې لاسلیک، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې لپاره خورا ډېر اهمیت لرونکې ګڼل کېږي.
د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې تل په هڅه کې ده، چې د نور هېوادونو سره د هوکړې په لاسلیک کولو سره، د هوایي ترانسپورت په برخه په هېواد کې، د پراختیا زمینه برابره کړي، تر څو د هوایي لېږد رالېږد په برخه کې، لاډېرې آسانتیاوې رامنځته شي.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د تله ۲۶