د غوڅ ملاتړ ځواکونو له ارشد مسؤل کالد ویل سره د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د غوڅ ملاتړ ځواکونو د انجینرۍ په برخه کې د مشر کالد ویل سره وکتل. په دې کتنه کې د دې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده او د کندهار نړیوال هوایي ډګر رییس احمد فیضي هم حضور درلودل.

په دې کتنه کې دواړو اړخو د کندهار نړیوال هوایي ډګر په اړه سره خبري وکړې. ویل کېږي؛ په دې هوایي ډګر کې نوي نړیوال ترمینل، همداسېد کارګو او ګمرکاتو لپاره به ترمینل جوړه شي.

په مقابل کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو مشر په دې اړه د همکاریو لېوالتیا وښود.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د کب ۲۹