د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس د ایټالیا هیواد مرستیال سفیر سره لیدنه

د ملکي هوایي چلند ادرای عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایی زاده په خپل کاريې دفتر کې د ایټالیا هیواد مرستیال سفیر ډاکټر البرتو پټرنګیلی سره لیدنه وکړه

په دي لیدنه کې چې د ایټالیا د پرمختیایي همکاریو د دفتر مشر او تخنیکي همکارانو هم شتون درلود په هرات کې د نړیوال هوايي ډګر د امکاناتو مطالعی په اړه چې د تکنیتال شرکت لخوا تر سره شوي خبرې او بحث وشو. پدی لیدنه کی د راتلونکې اونۍ لپاره د یوه تخنیکي غونډی په جوړولو تصمیم ونیول شو چی پکې به د هرات نړیوال هوایي ډګر څخه د مسافرینو او کارګو لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله هوایي ټرانسپورتي اړتیاوو او اسانتیاو پوره کولو لپاره په مختلفو معياري ابعادو او لګښت بحث وشي.

د ادارې په استازیتوب ژمنه وشوه چې د ایټالیا د اوږد مهاله پور سربیره به د هرات میدان د بیا رغولو او ترمینل د ودانۍ لپاره د دولت د پراختیایی بودیجې څخه هم یو اندازه بودیجه مصرف شی.

د معلوماتو او عامه اړیکو ریاست
۲۲ د حمل ۱۳۹۸