د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي رییس د تیتراتیک کمپنۍ مشر سره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي رییس محمود شاه حبیبي د تیتراتیک کمپنۍ مشر JACK WHEPPEN سره په خپل کاري دفترکې وکاته. د کتنه په ترڅ کې د صادراتو د پروسیس لپاره د زون ایجادول، د مسافرینو او کارګو ترمینل پراختیا، د طیاراتو لپاره د تیل د ویشلو مرکز، په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې پنځه ستورې هوټل جوړولو په اړه بحث او تبادل نظر وشوې. په دې کتنه کې د دې ادارې عملیاتي معین غلام جیلاني وفا او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر مشر تیمور شاه حمیدي هم حضور درلودل.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د کب ۷