د غزني د ولایتي شورا غړې د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

نن د سې شنبې په ورځ چې د لیندۍ ۱۸ نېټې سره برابره ده د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمه رحیمي د ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره د غزني ولایت د جاغوري د هوایي ډګر د پراختیا او د چارو ګړندیتوب په اړه خبرې وکړې او د هوایي ډګر د ترمینل، د ۱۲۵۰ مترو نه تر ۲ زره مترو پورې د ځغاست لیکې غځول، د هوایي ډګر فینس او نورو اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وکړې.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده اغلې رحیمې ته ډاډ ورکړ چې د جاغوري هوایي ډګر د جوړېدو په لومړۍ مرحله کار روان دی چې قرارداد هم پکې دی او په دوهمه مرحله کې د هوایي ډګر د ځغاست لیکې د اوږدوالي ډاډ ورکړ.
۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹