د هوایي میادینو د فیس د راټولولو د څېړنې په هکله د کورنیو او بهرنیو هوایي شرکتونو د استازو په حضور سره د مشورتي ناسته تدویرېدل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د مالي د نوي طرح د څېړنې په موخه د دې ادارې د پلان او پالیسي معین د ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده تر مشرۍ لاندې مشورتي ناسته ترسره شوه.په دې کتنه کې د ټولو کورنیو او بهرنیو هوایي شرکتونو استازو حضور ګډون درلودل.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسی معین په دې ناسته کې وویل؛ دغه طرح چې د عایداتي سرچینې په توګه یادېږي د سیمې او نړیوال په کچه او د ایکاو سازمان د استندردونو په مطابق ترلاس لاندې نېول شوی ده.

 د ښاغلی وفایي زاده په وینا؛د هوایي ترانسپورت د ګټه اخیستونکو لپاره د نوي امکاناتو او آسانتیاوې ډېری هزینې د میادینو د توسعې او د مسافرینو څخه د فیس په اخیستلو تامینېږي.

د یادولو ده چې په دې ناسته کې د هوایي شرکتونو استازو له نوموړې طرح نه په ملاتړ سره،په دې وروستیو کلونو کې په دې برخه کې د شوی پرمختګ او پرمختیا څخه خوښۍ څرګنده کړل.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د وری ۲۰