د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د جاپاني هیات سره، د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه لېدنه وکړې. په دې کتنه کې ښاغلی حبیبي جاپاني پلاوې ته د ستاینلیک په اهداکولو سره د دوی له مرستو څخه قدرداني کړ.
همداراز د جاپان هېواد له لورې د نورو پروژو د پیلولو غوښتونکې شو ویې ویل؛ جاپاني پانګوالو د خصوصي عامه- مشارکت د برنامې له لارې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې پانګونه وکړي.
په مقابل کې د جاپان هېواد پلاوې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګرکې د امنیتي مرکز له جوړیدو خبر ورکړ.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د وری ۱۹