د ملکي هوایی چلند ادارې چمتووالي د هیواد په بين المللی هوایي ډګرونو کې د پروازونو بیا پیل لپاره

د ملکي هوایی چلند ادارې د لارښوونې په اساس په کابل، هرات، کندهار او مزار شریف نړیوال هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د ترمینل تالارونه د مسافرینو فزیکي فاصلي لپاره په نښه شوي دي.

د ملکي هوایی چلند ادارې په دې وروستیو کې د روغتیا او خوندیتوب اقداماتو سره سم د هوایي ټرانسپورټ تنظیمولو لپاره هوایي شرکتونو او هوایي ډګرونو ته دوه هدایت نامی ترتیب کړي، او د ملکي هوایی چلند په برخه کې یی ټول فعالیت کونکي شرکتونه د دې په تطبيق او رعايت کولو مکلف کړی دی.
د نړیوالو الوتنو شرایط پدې لارښود کې د ایکاو او ایاتا ټولنې معیار سره سم تعریف شوي، او ډیر ژر به د سیمه ایزو هوایي شرکتونو چمتووالي په اعلان سره یوځای پیل شي.

په اوسني حال کې د کورنیو الوتنو بیا پیل کول د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کابینې تصویب پورې اړه لري چې د موجوده شرایطو بیاکتنې او د پروازونو په لاره کې د خطر کچې ارزونه کوي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۱ غبرګولي ۱۳۹۹