د کندهار نړیوال هوایي ډګر د وسایطو پارکینګ پروژې تړون لاسلیک شو

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د یونایتد آریوب ساختماني او انجینرۍ شرکت سره د کندهار نړیوال هوایي ډګر د وسایطو پارکینګ پروژې جوړولو تړون لاسلیک کړ.


دغه تړون چې د۲۴.۵۹۲.۰۰۰ څلورویشت میلیونه پنځه سوه دوه نوي زره افغانۍ ارزښت لری، ددې هوایي ډګر د خدماتي وسایطو د ساتنې په خاطر لاسلیک شو.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې لګښت ددې ادارې پراختیایی بودیجې څخه تمویلیږي او د (۶) تقویمي میاشتو په موده کې به بشپړه شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د قرارداد د لاسلیکولو په مراسمو کې شرکت ته لارښوونه وکړه چې دا پروژه دې په لوړ کیفیت او په خپل وخت سره بشپړ کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۵ د لیندۍ ۱۳۹۸