د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره کړه

۲۶ کب ۱۳۹۹
نن سې شنبه د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري، چې ورسره د دې ادارې مالي او اداري رئیس غلام نبي رحمانزي او یو شمېر کارکونکو ملتیا کوله د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د دغه لیدنې هدف، چې نن له ماسپښین وروسته ترسره شوه، د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر او د یاد هوایي ډګر د کارکوونکو د وضعیت ارزونه وه.
د لیدنې په جریان کې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین ښاغلي امانزیب انصاري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر بېلابېلې برخې ولیدلې او د یاد هوایي ډګر کارکوونکو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین، د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر لپاره د نوی ټاکل شوی عملیاتي امر په حیث توریالی تکل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کارکوونکو ته ور وپېژانده.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
————–