د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې او سپیس کام کمپنۍ ترمنځ د الوتنې د مصؤن مخابروې اړیکې د تامینولو په اړوند د بندوید تړون لاسلیک

د بندوید تړون د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي او سپیس کام کمپنۍ د مرستیال آرتیک مولیس له خوا لاسلیک شول. دغه تړون د ۳۰۰۰ میلیون افغانۍ په لګښت مخکې د ملي تدارکاتو له لورې داو طلبی ته سپارل شوې وو او د تدارکاتي طی مراحل وروسته نوموړې کمپنۍ د دې قرارداد ګټونکې وپېژندل شوه.

بندوید یوه مشخصه فریکونسي ده چې د ټولو پروازونو لپاره چې د افغانستان له فضا څخه تېرېږې د مصؤن مخابروي اړیکې د تامینولو په موخه ترې ګټه اخیستل کېږي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د کب ۱۶