د کام ایر هوایی شرکت د فعالیت یا Air Operator Certificate سند د تخنیکي معاینې او اړینو تفتیشونو وروسته د ۱۶ ځل لپاره تمدید شو.

د ترانسپورټ وزارت د ملکي هوایی چلند ادارې عمومې رئیس د کام ایر هوایی شرکت چارواکو ته د دې سند ورکولو په وخت کې د هوایی ترانسپورټ خدماتو کیفیت ښه کولو باندې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې حکومت د ټولو کورنیو هوایی شرکتونو څخه په کلکه ملاتړ او لازم سهولتونه ورته برابره وي.
مګر هوایی شرکتونه اړ دي چې د خپلو خدماتو کیفیت لوړ کړي او د هوایی ترانسپورټ د ښه کیفیت خدمات چمتو کولو لپاره هڅې وکړي.

همداراز د ملکي هوایی چلند ادارې رئیس دا هم یادونه وکړه چې د ایکاو د تفتیش لومړۍ مرحله د ټاکل شوې مودی پر اساس به راتلونکې میاشت ترسره شي، هوایی شرکتونه او ټول هغه شرکتونه او موسسات چې د هیواد په هوایی ډګرونو کې د ملکي هوایی خدماتو برخه کې دخیل دي باید اړین چمتووالی ولری.

هغه وویل چې د ملکي هوایی چلند اداری د اروپایي اتحادیې له تور لیست څخه د وتلو لپاره د څارنې مؤثر سیسټم رامینځته کولو لپاره ډیری هلی ځلی کړي، او لا هم د پیاوړتیا هلی ځلی روانی دی چی د هوایی شرکتونو د تخنیکي سرغړونو د کمولو لپاره به خورا مهمی ثابتی شی.

ډاکتر وفایی زاده وویل چې د هیواد هوایی شرکتونو د تخنیکي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه چی د اروپايي اتحادیې د صفا رامپ تفتیش لخوا کومی منفی نمری په انقره، استانبول او دوبۍ کې اخیستی وی، اوس محال ډیر سمون او پیاوړتیا پکی راغلی، د مثال په توګه د هوایی شرکتونو د تخنیکي سرغړونو نمرې تیرکال د ۹.۵ څخه اوس مهال ۳۰۵ ته راټیټي شوي چې دا یو لوی پرمختګ دی. اما د اروپایي اتحادیې لخوا هوایی شرکتونو لپاره ټاکل شوی هدف د ۲ نمرو تخنیکې سرغړونو څخه کم دی چې باید په ټاکلي وخت کې ترلاسه شي.

هغه د کام ایر هوایی شرکت لخوا د IOSA سرتفیکیشن پروسې بشپړیدو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د IOSA سند ترلاسه کولو سره شرکت کولی شي په بازار کې د نوي سوداګرۍ فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت