کندهار ولایت ته د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس سفر

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د مدیریتې حالت د ارزونې لپاره کندهار ولایت ته سفر وکړ.
د کندهار ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات ملکي او نظامي چارواکو د هوایي ډګر کنفرانس خونه کې د پریکنده ماموریت نماینده ګانو په شتون کې د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې په یاد شوي هوایي ډګر کې پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.


ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د اړونده چارواکو د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په هوایي ډګر کې د فعالو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ستونزو د حل لپاره باید ځانګړي ګامونه پورته شي او د مسافرینو ستونزو د حل لپاره باید اقدامات ترسره شي.
په غونډه کې پریکړه وشوه چې د مسافرینو موجوده ستونزې به هوایي ډګر ته د ننوتلو په لاره کې د مسافر وړونکو موټرو نشتون له امله حل، او نوي پارکینګ به د ترمینل په نږدې سیمه کې رامینځته شي. او د انتظار اوسنې پارک به بیرته جوړ او د مسافرینو د کارونې لپاره به ترې استفاده وشي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د سرټیفیکیشن اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د کندهار په ګډون د هیواد په ټولو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د خدماتو معیاري کولو منظمه برنامه شتون لري او له اړوندو چارواکو یې وغوښتل چې د دې په پلي کیدو کې همکاري وکړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د کندهار ولایتي چارواکو سره په ملتیا د غونډې وروسته د هوایي ډګر د ساحاتو څخه لیدنه وکړه، او د هوایي ډګرونو او پلان ریاستونو ته یې دنده وسپارله چې د یو شمیر خدماتې او پراختیایی پروژې پلي کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
په دی سفر کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس سره د هوایي ډګرونو عمومې ریاست رئیس بشیر احمد رؤفي، د پلان او پروژو رئیس انجنیر نصرت الله تاج، د هوایي ټرافیکو د خدماتو د تنظیم رئیس غلام معصوم معصومي، د هوایي چلند د امنیت ریاست څخه حاجی فرهاد پیرزاد او د هوایي ډګرونو ریاست څخه انجینر نجیب الله احمدزې ملتیا کوله

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۳ کب ۱۳۹۸