د کندهار د هوایي ډګر له رئیس مسعود احمد پښتون سره مرکه

پوښتنه: د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر کله جوړ شوی، په کومه ولسوالۍ کې واقع او د ښار کومې برخې ته پروت د

ځواب: د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر په (۱۹۹۶ ) کال کې جوړ شوی په دامان ولسوالۍ کې پروت دی او د ښار جنوب لور ته موقیعت لري.

پوښتنه: دې ډګر ته کله د احمد شاه بابا نوم ورکړل شو؟

ځواب: دې ډګر ته په ( ۷/۷/۱۳۹۷ ) تاریخ  د احمد شاه بابا نوم ورکړل شو

د ولسمشر په ځانګړي حکم باندې

پوښتنه: دا هوایي ډګر څو جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی؟

ځواب:د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر په لس زره او دوه سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی.

پوښتنه: په دې نړیوال هوایي ډګر کې کوم کوم هوایي شرکتونه فعال دی؟

د احمد شاه بابا په نړیوال هوایي ډګر کې فعال شرکتونه اریانا، کام ایر، باختر، د یو این فلایټونه دي لکه یوناما، یونهاس، ICRC او ISF.

پوښتنه: د احمد شاه بابا په نړیوال هوایي ډګر کې کوم کوم ارګانونه فعال دي؟

ځواب: د احمد شاه بابا په نړیوال هوایي ډګر کې فعال ارګانونه سرحدي پولیس، انټرپول، جرایم سنګین، امنیت ملي څو بخشه، خارجي ارتباط، ګمرک او مختلف شرکتونه دي قراردادي او نور ایرلاینزونه.

پوښتنه: د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر څخه کومو کومو ولایتونو ته سفر کېږي او بهرنیو هېوادونو ته ورځني سفرونه کېږي او کنه؟

ځواب: یواځې کابل ته موږ د ورځې له پنځو پروازونو څخه نیولې تر اوو پروازونو پورې کېږي چې کم پروازونه یې څلور او زیات یې اووه دي.دغه پروازونه د اریانا، باختر او کام ایر له لوري کېږي چې زیات پروازونه بیا د کام ایر دي. اټکلیز زیات پروازونه د کام ایر دي چې د ورځې ۳ یا ۴ پروازونه کوي.نورو ولایتونو ته موږ د یو این فلایټونه لرو. خو موږ یواځې کابل ته پروازونه لرو روز مره نورو ولایتونو ته یې نه لرو.

د احمد شاه بابا له نړیوال هوایي ډګر څخه موږ څلورو هېوادونو ته په اوونۍ کې یو یو پرواز لرو لکه : هندوستان، دوبۍ، جده او مشهد چې یوځل ترسره کېږي.

پوښتنه: تېر ۱۳۹۸ کال له دې هوایي ډګر څخه څو پروازونه شوي و په داخلي کچه او نړیواله کچه؟

داخلي ۱۱۱۰ پروازونه شوي او نړیوال بیا ۱۷۷ شوي دي.

پوښتنه: کارګو لرئ؟

ځواب: هو کارګو لرو هم ایکسپورټ لرو او هم ایمپورټ لرو له دوبۍ څخه او نورو ځایو څخه هم کارګو راځي. خو موږ کارګو دوبۍ ته لرو هندوستان ته یې لرو یو نیم وخت یې مشهد ته هم لرو

پوښتنه: کارګو کوم توکي له دې ځایه وړل کېږي؟

ځواب: وچه او لمده مېوه له دې ځایه وړل کېږي، موسم ته په کتو هماغه مېوه وړل کېږي ځکه اوس د انارو وخت دی موږ انار لېږو او بیا په ژمي کې اکثره وخت وچه مېوه وړل کېږي خصوصا هندوستان او دوبۍ ته.

پوښتنه: د ځغاست لیکې او رادار په اړه که یې معلومات راکړې، رنوی یې څو متره دی او رادار یې څوک کنټرولوي؟

ځواب: احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر یوه ځغاست لیکه لري، چې ۳۲۰۰ متره لري چې عملیاتي چارې یعنې د رادار هوایي ټرافیک او د هواشناسۍ برخې کنټرول یې بهرني ځواکونه پرغاړه لري.

پوښتنه: نظامي پروازونه د افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو له دې هوایي ډګر څخه کېږي؟

ځواب: د احمد شاه بابا د نړیوال هوایي ډګر څخه د ټولو پروازونه جدا دي مګر رنوی ځغاست لیکه او ټکسوی یوه استعمالوي.

پوښتنه: څو ټرمینله د احمد شاه بابا په هوایي ډګر کې شتون لري په معیار برابر دي او کنه؟

ځواب: یو ترمینل لري چې مختلفې برخې لري (اریو ول، ډېپارچر او نور بخشونه هم دي په ۱۹۹۶ کال کې جوړ شوی دی او د نن ورځې هغه نړیوال معیار نه شي پوره کولای .

پوښتنه: څو رمپونه او څو ټکسوی لري؟

ځواب: دوه ټکسوی لري او ۲۳ رمپونه لري.

پوښتنه: د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر څومره امکانات لري له دغه امکاناتو یې مسافر راضي دي او کنه؟

ځواب: د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر یو له زوړ ترین هوایي ډګرونو څخه دی امکانات په کافي اندازه لري مسافر د ټول زون له دې هوایي ډګر څخه تګ کوي لکه هلمند، اروزګان، زابل او خپله کندهار څخه خو د امکاناتو لپاره بیا هم د ملکي هوایي چلند اداره هڅه کوي چې موږ یو نوی ترمینل ولرو.

پوښتنه: اوسمهال کومې پروژې په دې هوایي ډګر کې د کار لاندې لرئ او څه پلان دی د راتلوونکي لپاره؟

ځواب: د احمد شاه بابا په نړیوال هوایي ډګر کې اوس مهال کومې پروژې موږ تر کار لاندې نه لرو ځکه د مالي ۱۴۰۰ کال په شروع کېدو به ځينې کوچنۍ پروژې شروع شي د ترمینل ډیزاین چارې پاتې دي او د نړیوال بانک لخوا ورته پیسې ځانګړې شوي دي. موږ هېلمند یو چې زموږ نوي ترمینل جوړېدو ته خاصه توجو وشي ځکه د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر یواځینی هوایي ډګر دی چې د زاړه ترمینل ترڅنګ ورته نوی ترمینل نه دی جوړ شوی بلکې کابل، مزار او هرات ته نوي ترمینلونه جوړ شوي دي او ژر به د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر ته هم نوی ترمینل جوړ شي. د امریکا سفارت او USID سره د ملکي هوایي چلندا اداره په تماس کې ده چې خبرې یې تکمیل شي نو ترمینل به هم جوړ شي.

پوښتنه: تېر کال او سږ کال د پولیسو لاسته راوړنې په دې هوایي ډګر کې وې او کنه یعنې نشه یي توکي نیول شوي او کنه؟

ځواب: پولیس له موږ سره همکار دي خو متاسفانه اول چیک پواینټ پولیس نه لري. ترمینل باید د هوایي چلند ادارې څخه وي.موږ قراردادي کمپنۍ لرو لکه اولیف ګروپ چې اول چیک پواینټ موږ خپل لرو. ښې لاسته راوړنې لرو. زموږ لاسته راوړنې له اول چیک پواینټ څخه د ۶۰ څخه تر ۷۰ فیصده پورې  دي چې په تېر کال کې موږ ۵۲ زره او ۵۰۰ زره ګرامه مختلف النوع مواد مخدر چرس، هیروین کرېسټال، شیشه، ټابلېټ کا او داسې نور نیولي دي. د دې ترڅنګ مو ۶۸۷ مختلفې مرمۍ نیولي او سږ کال ۷۵۳۲ ګرامه مختلف نشه یي توکي نیولي، یوه غټه لاسته راوړنه چې په یوه بیک کې درې زره ګرامه نشه یي توکي و ترڅنګ یې ۷۷۷ بېلابېلې مرمۍ مو نیولي په بیکونو کې چې اکثره وخت د نظامیانو سره په بیکونو کې وي دا ټول په لومړي چیک پواینټ کې نیول شوي چې یو ګرنټ هم پکې شامل دی.

پوښتنه:عاید د تېر کال څومره و د سږ کال په پرتله؟

ځواب: تېر کال زموږ عواید و ( یوویشت لکه درې زره شپږ سوه او شپږ شپېته ډالره) و او سږ کال ‌ډېر کم دي ځکه چې کرونا پروازونه ځنډني کړي وو. امید لرو چې زموږ پروازونه بېرته خپل نارمل حالت ته راشي. تر اوسه پورې زموږ د هندوستان پرواز نه دی شروع شوی په را روان وختونو کې به بېرته شروع شي. د ۹ میاشتو وروسته مو د دوبۍ مشهد او جدې پروازونه تازه شروع کړي دي.

پوښتنه: نورو ولایتونو ته مو د پروازونو لپاره څه پلان نیولی دی؟

ځواب: مهمه خبره داده چې موږ مسافر نه لرو د کندهار څخه هرات او یا هم مزار ته موږ له کندهاره مسافر نه لرو ځکه موږ په دوه هفتو کې هم پرواز دغه ولایتونو ته نه شو برابرولی.

پوښتنه: که د احمد شاه بابا د نړیوال هوایي ډګر د پرمختګ په اړه که درسره نور معلومات وي او له ما پاتې وي مهرباني وکړه له لوستونکو سره یې شریک کړه.

ځواب: یواځینی خبر چې د کندهار زون د خلکو لپاره د خوشالۍ دی هغه دادی چې د نړیوال بانک لخوا بودیجه د احمد شاه بابا هوایي ډګر لپاره ځانګړې شوې ده، د مالیې وزارت ورته خپل کوډ هم جوړ کړی زموږ د ترمینل چارې به ژر شروع شي او د نوي ترمینل خاوندان به شو. ځکه د نوي ترمینل جوړول به د زون په اقتصاد باندې هم ښه اغېز پرېباسي.

یو مثال زه تاسو ته ویلای شم اکثره ایرلاینزونه هغه د احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر څخه د دې په خاطر پرواز نه کوي چې وایي کوم ریکوایرمینټ چې د نن ورځې د (ایکاو او ایاتا ) د قوانینو دي هغه قوانین زموږ اوسنی ترمینل نه شي پوره کولای. کومه امنیتي برخه یا کوم حالونه چې مو دي هغه که VIP ، ډیپارچر دی او که نور دي هغه د نن ورځې قوانینو سره په ټکر کې دي.

ډېره مننه رئیس صیب له وخت راکولو دې.