د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د پارکینګ جوړول کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو دي

 

دا پروژه چې د ۲۴,۵۹۲,۰۰۰ څلورويشت میلیون پنځه سوه دوه نوي زره افغانيو په ارزښت د یاد هوایي ډګر د وسايطو د مراقبت او ساتنې لپاره د ملکي هوايي چلند ادارې او د یونایټډ اريوب ساختماني او انجينري شرکت ترمنځ تړون لاسلیک شوي وو، چې اوس یې د رغونې کار د ایکاو معیارونو سره سم په معیاري ډول بشپړ شوی او د ګټې اخيستنې لپاره چمتو دی.

د ملکي هوايي چلند اداره د ایکاو سازمان تفتیش او د اړتیا له مخې ددې ادارې معیاري کولو د نړیوالو سټنډرډونو سره سم چې د هیواد اتباعو ته مؤثره خدمات وړاندې کړي.
د ملکي هوايي چلند اداره په مختلفو برخو کې اصطلاحاتو ته ژمنه ده چې ددې ادارې د پلانونو او برنامو سره سم په زیربنایی برخو کې د هیواد د هوایي ډګرونو جوړولو او معیاري کولو کار ترلاس لاندې لره/لري او پلي به یې کړي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۱ غوئي۱۳۹۹