د ملکي هوایي چلند انیستیتوت ته د لار موندنې لپاره د کانکور د آزموینې لومړۍ پړاو د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې سرپرست په حضور کی ترسره شوه

د ملکي هوایي چلند انیستیتوت ته د لارموندنې د کانکور آزموینې لومړۍ پړاو(نن دوشنبه ۲۳ د سلواغی) د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې سرپرست او عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا په حضور کی ترسره شوه. په دې کانکور آزموینه کې، دوولسم ټولګي فارغانو ۴۲۵ تنو ګډون درلود، چې د ارزونې پروسه وروسته یې۲۳۰ تنو په أزموینه کې د شمولیت کارتونو ترلاسه کړل او په دې شمېر کې ۱۰ تنه نجونوه هم شامل دی.


د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا، د آزموینې پروسې د لېدو پرمهال د دې پروسې پر روڼوالۍ په ټینګار سره وویل چې په دې انیستیتوت کې د یوازینۍ معیار په توګه وړتیا او شایستګې په پام کې نېول کېږي. هغه د نوموړې انیستیتوت د ټولو ښوونکو اوکارکوونکو څخه وغوښت چې د هېواد دځوان قشر د ښوونې او زده کړې لپاره د تعلیمي نصاب د بشپړولو لپاره له هېڅ ډول هڅې څخه دریغ ونه کړي.
په دې کانکور غونډه کې د ملکي هوایي چلند د انیستیتوت رییس محمد نسیم صمیم او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د بشري منابعو رییس فرید احمد روان هم حضور درلودل. د ملکي هوایي چلند د انیستیتوت رییس محمد نسیم صمیم په دې غونډه کې وویل په دې انیستیتوت کې کامیابی او لارموندنه یوازې د ګډونکوونکو د هڅې او وړتیا پورې تړلې ده. او د ځوانانو څخه یی وغوښت چې په زده کړې، ژمنتیا او رښتینولی سره د هېواد او خلکو سره د خذمت جوګه شي.
د یادونې وړ ده چې د کانکور تر لومړی پړاو آزموینې وروسته ۱۰۰ تنه دویم پړاو ته لاره مومي او له دغه شمېر څخه ۶۰ تنه جذبېږي.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د سلواغه ۲۳