د فراه هوایي ډګر په نړیوال هوایي ډګر بدلېږي

۱۳ کب ۱۳۹۹
د فراه ولایت هوایي ډګر د ۱۳۴۳ او ۱۳۴۴ زېږدیز کال کې د دغه ولایت په سويل ختيځ سیمه کې جوړ شوی چې په پیل کې یې طول ۲۷۰۰ متر او عرض یې ۱۶۰ متره و.
د دې هوایي ډګر ځغاست لیکه چې ۱۶۰۰ متره وه او په لومړیو کې خامه وه، چې یوازې د پکتیک کوچنۍ الوتکو، پوځي الوتکو او د باختر افغان هوایي شرکت د پخوانیو الوتکو لپاره لخوا کارول کېده.
د مسافرو ترمینل دوه کوچنۍ برخې لري ( دانتظار ساحه او VIP/ خصوصي) چې په شمال ختیځه برخه کې یې موقیعت درلود، د هوا پېژندنې خونې، انتظار خونه او د هوا پېژندنې پرسونل استوګنې لپاره درې باب فامیلي ودانۍ رامنځته شوي و.
د دې هوایي ډګر د ځغاست لیکې اسفالټ کار په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د هغه وخت د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت له لوري پیل شوی و، چې د ۱۷۰۰ متره په اوږدوالي او د ۳۵ متره په عرض د ۱۳۹۴ کال په اخر کې بشپړ او عملي شو.
دا هوایي ډګر په ۱۳۹۵ لمریز کال
کې د ۳۴۰۰ متره په اوږدوالي او د ۱۰۰۰ متره په عرض بشپړ شوی و، چې په کال ۱۳۹۶ کې د ملکي هوایي چلند ادارې د پراختيايي پلان په اساس یې ځغاست لیکې ته د ۱۷۰۰ مترو نه ۲۵۰۰ مترو ته انکشاف ورکړل شو، چې په ورته وخت کې یې د اسفالټ کار هم بشپړ شو.
همدا رنګه یو د اطفایې سټیشن په مساحت د ۴۴۰ متر مربع ساحې سره یو د مسافرو مجهز ترمینل او بېلابېل سالونونه، د پلټنې تجهیزات په مساحت د ۴۰۰ متر مربع، یو مسجد، چې په یوخت به د ۱۷۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، چې ترڅنګ یې د ساتونکو خونې او مواصلاتي سرکونه په لوړ ظرفیت سره جوړ شوي دي.
په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د هېواد جمهور رئیس په لارښونه د یاد هوایي ډګر ساحه د ۱۷۱۷ جریبه ځمکې څخه ۵۰۰۰ جریبه ځمکې ته پراخه شوه.
اوس مهال کام ایر، اریانا افغان، باختر افغان الوتنه او بېلابېلې پوځي الوتکې له دغه هوایي ډګر الوتنې کوي او پکې کېني.
د یادونې وړ ده، چې دا هوایي ډګر به ډېر ژر په نړیوال هوایي ډګر بدل شي، چې هم مهاله به ترې نړیوالې الوتنې هم پیل شي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت