د خوست د هوایي ډګر پرمختیایي پلانونو ته کتنه

خوست د هېواد یو له سرحدي ولایتونو څخه دی، چې د افغانستان په جنوب شرق کې پروت او د تولید لوی ظرفیت لري.
په دې ولایت کې د هوایي ډګر د جوړولو لومړۍ هڅه په ۱۳۹۰ کال کې وشوه.
د یاد هوایي ډګر د بنسټ ډبرې ایښودلو هدف د هوایي ترانسپورت په برخه کې د سهولتونو او اسانتیاوو رامنځته کول، خوست د پلازمینې کابل او د افغانستان د نور ولایتونو سره تړل شامل دي.
د خوست هوایي ډګر د ملکي هوایي چلند ادارې د انکشافي بودیجې څخه د یو میلیارد او ۸۸۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي چې په پنځو مرحلو کې یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې ده.
په لومړۍ پړاو کې د احاطې دېوال (فینس) د هوایي میدان طول ۱۱ کیلومتره ارتفاع یې ۳ متره او شپږ د ساتونکو برجونه لري، چې ( ۸۴.۷۲) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۳۹۱/۴/۲۵) تاریخ یې کارونه سل سلنه بشپړ شوي.
د هوایي ډګر دوهم پړاو کې د خاورې ټسټ د ځغاست لیکې ‌ډيزاین او جوړول، رمپ او ټکسوی، د ترمینل تعمیر، د اطفایې تعمیر د (۱۱) میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۹۱/ ۴/ ۲۰ تاریخ مکمل شو.
درېیم پړاو د ځغاست لیکې طرحه، ډیزاین، ټکسوی او د هوایي ډګر رمپ د وزارت او هوایي چلند ادارې د انجینرانو ډلې له خوا د ۱۳۹۱/۵/ ۱۷ تاریخ مکمل شواو (۷۲۹.۱۸) میلونه افغانۍ پرې مصرف شوي دي.
ځغاست لیکه په اوږدوالي د ۲۶۶۹ متره او په سور/ پلنوالي د ۴۵ متره
ټکسوی په اوږدوالي د ۱۰۰ متره او په سور/ پلنوالي د ۳۰ متره
رمپ په اوږدوالي د ۱۰۰ متره او په سور/ پلنوالي د ۵۰ متره
پارکینګ تمځای په اوږدوالي د ۶۰ متره او په سور/ پلنوالي د ۱۴ متره
د دیناج ټول مجموعي اوږدوالی ۶۲۰۰ متره مربع کېږي
څلورم پړاو په دې پړاو کې د خوست ولایت د هوایي ډګر د اطفایې ودانۍ، اداري ودانۍ، د ټاورونو د کنټرول ودانۍ، حلقوي جغلي سرک، د داخلي لېږد اسفالتي سرک او نورې برخې د (۷۳) میلیونه افغانیو په قیمت بشپړې شوې.
نوی پړاو:
اوس مهال د خوست هوایي ډګر د پراختیا کارونه د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا پرمخ وړل کېږي، چې فعلا د ترمینل تعمیر، تعمیر (ای ټي ایم) اپرون ( Water Tower) د وسایطو پارکینګ او د هوایي ترافیکو د کنټرول ساختمان برخې باندې کار روان دی، چې ۹۹۱ میلیونه افغانۍ د ملکي هوایي چلند ادارې انکشافي بودیجه پرې مصرفېږي او کارونو یې له ۸۷ سلنې څخه ډېر پرمختګ کړی، چې د ترمینل د ساختمان چارې به یې د راتلوونکي کال د حمل په میاشت کې افتتاح شي او نړیوال پروازونه به ترې شروع شي.
دا پروژه چې ډېره مهمه او ارزښت لرونکې ده په هېواد کې به د هوایي ترانسپورتي خدمتونو په وده او پراختیا کې مهم رول ولوبوي
د هوایي سکتور معیاري کول د هېواد یو له اساسي او مهمو مسئلو څه دی، چې د ملکي هوایي چلند اداره د هوایي ترانسپورت سکتور د چارو رهبري او تنظیم اداره کوي، چې په ټولو برخو کې د اصلاحاتو د معیاري کولو او پلي کولو کې د هوایي ترانسپورت د خدماتو د کارکوونکو لپاره اړینې اسانتیاوې چمتو کوي او د هوایي چلند په ډګر کې د برنامو پلي کولو ته ژمن دی.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
15 لیندۍ 1399