د ملکي هوایي چلند اداري عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په خپل کاري دفتر کې د خوست والي محمد حلیم فدایي سره ولیدل

په دي لیدنه کې دواړو لورو د خوست ولایت هوایي ډګر پرمختیایي پروژو اړوند خبری آتری وکړي.
د ملکي هوایي چلند اداري رئیس وویل چې د هیواد د ولایتونو د هوایي ډګرنو جوړول او پراختیا ورکولو په کډون د خوست ولایت هوایي ډګر زمونږ د اداري د لومړیتوبونو څخه دي.


د ملکي هوایي چلند اداري رئیس د خوست ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دي ولایت د هوایي ډګر ټولی پرمختیایي پروژې به د پلان سره سم ددي اداري د انجنیري ټیم د بشپړ نظارت تر څارنۍ لاندي ترسره شي. په دې ناسته کې د خوست ښار هوایي ډګر لپاره د ښار جوړونی وزارت لخوا د ملکي هوایي چلند اداري ته د ځمکې د لیږد د هوایي ډګر جوړونه، پراختیا، موقعیت، د ګمرک څانګي معلومول، فنس،او د مراقبتي برجونو جوړولو په اړه خبري وشوی.
همداراز د کورنیو الوتنو د پروازونو او د دې ولایت د هوایي ډګر د امنیت په اړه هم خبرې وشوې، د ملکي هوایی چلند اداري رئیس د انجنیري ټیم او نورو اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړه تر څو جدي او اړینه همکاري وکړي او د پروژو پلي کولو څارنه وکړي.
د ملکي هوایي چلند اداري عمومي رئیس، په خوست کې د امنیت او محلي چارواکو سره په همکارۍ ټینګار وکړ، او د زیربنایي پروژو پلي کولو کې د امنیتي ادارو او ځایي چارواکو رول د پام وړ یاد کړ.
د خوست والي، د خوست ولایت په ګډون د هیواد په ولایتونو کې د هوایي ډګرونو د پراختیا په برخه کې د ملکي هوايي چلند د ادارې د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د دې پروژو په پلي کولو کې به پوره همکاري وکړي.