د ملکي هوایي چلند ادارې عمومې رئیس ډکټر محمد قاسم وفایي زاده په خپل کارې دفتر کې د خوست ولایت والي محمد حلیم فدایي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د خوست د هوایي ډګر د کار د پراختیا او پرمختګ په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
همداراز په دې لیدنه کې دې دوو دولتي ادارو د خوست له هواي ډګر څخه دکابل په ګډون نورو ولایتونو ته د الوتنو په پیلولو خبرې وکړې.
او هوایي شرکتونو ته دنده وسپارل شوه چې خوست ته د الوتنې پیل کول وپلټي او پرې اقدام وکړي.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۹ د تله ۱۳۹۸