د خوست ولایت له هوایي ډګر څخه د الوتنو پروازونه پیل شو

د خوست ولایت هوایي ډګر څخه لومړۍ پرواز د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده او ددې ولایت ځايی چارواکو په حضور کې ترسره شو.

ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د خوست ولایت درنو خلکو ته ددې بریا د مبارکۍ ترڅنګ وویل د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه ژمنه دا ده چې د نړیوالو پروازونو د ترسره کولو لپاره به د ترمینل کار بشپړ او ددې هوایي ډګر تخنیکي – اداري ظرفیتونه به لوړ کړي.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس زیاته کړه په دې کار سره زموږ ټول هغه هیوادوال چې په نورو هیوادونو کې مصروفیتونه لری او یه کار کوي کولی شي خوست ولایت ته مستقیم سفر وکړي.

د خوست ولایت والي محمد حلیم فدايي هم خوست ولایت ته د پروازونو پرانستلو په اړه د ملکي هوایي چلند د ادارې عمومي ریاست هڅې وستایلې. او زیاته یې کړه چې ځایی چارواکي د ملکي هوایي چلند له ادارې سره ددې هوایي ډګر د ټولو پراختیايي پروژو په پلې کولو کې همکار دي.
د خوست ولایت شریف خلک او په دغه ولایت کې سوداګر د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوایي چلند له ادارې څخه مننه کوي او باورې دی چې د هوایي ډګر په فعالولو سره دوی کولی شي له دې څخه په بیلابیلو سکتورونو او په ځانګړي ډول په جلغوزېو کې نړیوال بازارونو ته په صادراتو کې ګټه پورته کړي.
د یادونې ده چې د خوست ولایت هوایي ډګر پراختیایي کارونه دا مهال د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا ترسره کیږي.
په همدې منظور د لسو جریبو څخه زیاته استملاک شوي ځمکه چې د دې هوایي ډګر په پراختیایې پلانونو کې شامل ده. بیرته استملاک او د هوایي ډګر په تاسیساتو کې شامل شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۸ تله ۱۳۹۸