د خوست هوایي ډګر به ډېر ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹ – کابل
په ملي شورا کې د خوست یو شمېر استازو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره په لیدنه کې د خوست د هوایي ډګر د کارونو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې، چې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش هم برخه اخېستې وه، د خوست د هوایي ډګر د جوړولو د پرمختګ په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
خوست د هېواد یو له سرحدي ولایتونو څخه دی، چې د افغانستان په جنوب شرق کې پروت او د تولید لوی ظرفیت لري.
په دې ولایت کې د هوایي ډګر د جوړولو لومړۍ هڅه په ۱۳۹۰ کال کې وشوه.
د یاد هوایي ډګر د بنسټ ډبرې ایښودلو هدف د هوایي ترانسپورت په برخه کې د سهولتونو او اسانتیاوو رامنځته کول، خوست د پلازمینې کابل او د افغانستان د نور ولایتونو سره تړل شامل دي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده وویل، اوس مهال د خوست هوایي ډګر د پراختیا کارونه د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا پرمخ وړل کېږي، چې فعلا د ترمینل تعمیر، تعمیر
(ای ټي ایم) اپرون ( Water Tower) د وسایطو پارکینګ او د هوایي ترافیکو د کنټرول ساختمان برخې باندې کار روان دی، چې ۹۹۱ میلیونه افغانۍ د ملکي هوایي چلند ادارې انکشافي بودیجه پرې مصرفېږي او کارونو یې له۹۵ سلنې څخه ډېر پرمختګ کړی، چې د ترمینل د ساختمان چارې به یې ژر افتتاح شي او نړیوال پروازونه به ترې شروع شي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت