د خوست د هوایي ډګر د ترمینل جوړولو کار جریان لري.

په دې پروژه کې د ترمینل د تعمير جوړول د (ای ټی ایم)، اپرون، water Tower) او د خوست ولايت د هوایي ډګر د وسايطو پارکینګ شامل دي.

چې په مجموعي ډول د ۹۹۱ میلیون افغانیو په ارزښت، د هریرود ساختماني شرکت او سیپټي اوغلو انس مات دستي (JV) سره تړون شوی او تر دې دمه یې ۵۵ سلنه کارې پرمختګ کړی دی.

ددې پروژې لګښت د دولت د پراختیایی بودیجې څخه تمویل کیږي او د ۲۴ تقویمې میاشتو په موده کې به بشپړه شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه له نظره دا پروژه خورا اهمیت لرونکي ده او په هیواد کې به د هوایي ټرانسپورت خدمتونو په وده او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
18 غوئي ۱۳۹۹