د خوست هوایي ډګر به ډېر ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

۳۰ سلواغه ۱۳۹۹
خوست د هېواد یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې د ډیورنډ په فرضی کرښه پروت دی او د تولید لوی ظرفیت لري، چې د افغانستان په جنوب شرق کې واقع دی.
په دغه ولایت کې د هوایي ډګر د جوړولو لومړۍ هڅه په ۱۳۹۰ کال کې وشوه، چې د یاد هوایي ډګر د بنسټ ډبرې هدف د هوایي ترانسپورت سکتور کې د اسانتیاو رامنځته کول، خوست ولایت اوسېدونکي د پلازمېنې او د افغانستان د نورو ولایتونو سره تړل شامل دي.
د خوست هوایي ډګر د ملکي هوایي چلند ادارې د انکشافي بودیجې د یو میلیارد او ۸۸۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي چې په پنځو مرحلو کې یې ساختماني چاری پلان شوی وی، چې د څلور مرحلو کار یې بشپړ او پر پنځمې مرحلې یې کار روان دی، چې شاملې برخې پکې د هوایی ډګر ترمینل، تعمیر (ای ټي ایم) اپرون، Water Tower، د وسایطو پارکینگ او هوایي ترافیکو د ساختمان برخه ده، چې د ملکي هوایي چلند ادارې ۹۹۱ میلیونه افغانۍ انکشافي بودیجه پرې مصرفېږي او کارونو یې له۹۶ سلنې څخه ډېر پرمختګ کړی، چې د ترمینل د ساختمان چارې به یې ژر افتتاح شي او داخلي او نړیوال پروازونه به ترې پیل شي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت