د خوست ولایت ته د هېواد د ولسمشر او ورسره پلاوې سفر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غني، د کابیني یو شمېر غړو، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي او په ولسي جرګه کې د هغه ولایت د استازو په ګډون خوست ولایت ته سفر وکړې. د سفر په ترڅ کې د خوست د هوایي ډګر نوي رنوې پرانیستل شو.

 د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه، د دغې مهمې پروژې پرانیستل او ګټه اخیستنې ته سپارل ټولو وطنوالو ته مبارکي وایي او د نورو بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې هوډ کوي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ دوری ۲۰